Book Name:Wabae Amraz or islam
حكمتونه دي، ډير ځله د آفتونو او مصيبتونو په ذريعه د بندګانو امتحان اخستلے كيږى چې څوك صبر كوي او څوك بے صبري كوي، څوك د الله پاك په قدرت او حِكمت باندې يقين ساتي او څوك د خپل ناقِص عقل پيروي کوي او ګمراه كيږي.
بعضې وخت د آفتونو او مصيبتونو په ذريعه د بندګانو درجات اوچتيږى، بعضې وخت آفتونه د مومِن بنده په حق كښې د رحمت ذريعه وي، صدرُ الشریعه، حضرت علامه مولانا مفتی محمد اَمجَـد علی اَعظَمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بيماري هم يو ډير لوئي نِعمَت دے، د دې فائدے ډيرې زياتې دي، اګرچې په ظاهره انسان ته د دې نه تكليف رسي خو په حقيقت كښې د آرام او راحت يوه لويه ذخيره په لاس ورځي، دا ظاهري بيماري كومه چې انسان بيماري ګنړي، په حقيقت كښې د روحاني بيمارو يو لوئي علاج دے، حقيقي بيمارئ خو روحاني مرضونه (مَثَلاً د دُنيا محبت، د دولت حِرص، بُخل او د زړه سختي وغيره) دي، چې البته دا خوفناک څيزونه دي او دا هلاك كوونكي بيمارئ ګنړل پكار دي.([1]) په حديثِ پاك كښې دي: بيشكه الله پاك خپل بنده په بيمارئ كښې اخته كوي، اخته کوي تر دې چې د هغه ټول ګناهونه وران [يعني معاف] كړي.([2]) د حضرت ابوهُريره رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې خوږ آقا مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څوك چې يوه شپه په تبه كښې مُبتلا شي او په هغې صبر اوكړي او د الله پاك نه راضي اوسي نو د خپلو ګناهونو نه داسې اوځي لكه په هغه ورځ چې وو کله چې د مور نه پيدا شو. ([3])
یہ ترا جسم جو بیمار ہے تشویش نہ کر یہ مرض تیرے گُنَاہوں کو مٹا جاتا ہے