Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

   د شعر مفهوم : په قلاره قلاره او په ناز و ادا تللو ته خِرام وائي : اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د معراج په شپه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قلاره قلاره په ناز و ادا تللو څنګه چې د واده ځلمے روان وي ، خو د خُدائے شان اوګورئ! چې  د دې باوُجود حضرت جبريل عَلَيْهِ  السَّلام چې په لږ ساعت كښې په يو څو ځله وزرو خوزولو د سِدرَه نه زمكې ته او د زمكې نه سِدرَه ته رسي ، د دومره تيز رفتاره پرواز کولو باوجود هغوئى د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قلاره تللو ملګرتيا هُم اونكړے شوه ، نو كه حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل نوراني او نبَوي پرواز كولے نو بيا به ئې تيز رفتارئ څه عالَم وے؟    

د اللہ عنایت           مرحبا                      د مِعراج  عظمت    مرحبا

د بُراق قسمت        مرحبا                      د بُراق سُرعَت      مرحبا

د اَقصیٰ شوکت       مرحبا                      د نبيانو امامت       مرحبا

د آقا رِفعت            مرحبا                      د آسمان سیاحت    مرحبا

مرحبا يا مُصطَفىٰ    مرحبا يا مُصطَفىٰ  مرحبا يا مُصطَفىٰ        مرحبا يا مُصطَفىٰ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معراج شريف ته عام طور مُعجزه وائي ، بيشكه دا عظيمُ الشانه او عقل حيرانوونكي معجزه ده خو په حقيقت كښې معراج شريف يوه معجزه نه ده بلكه د ډيرو معجزو مجموعه ده. راځئ چې! په معراجِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې نورې معجزے هُم واورو او په خپلو زړونو کښې عشقِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور هُم زيات كړو :

(1. 2) وخت او فاصله راغونډيدل

                د واقعه معراج په ضِمن كښې علمائے كرام دوه الفاظ استعمالوي : (1)  طَـیْ زمان او (2) طَـیْ مكان.