Share this link via
Personality Websites!
مياشے ئې خلافت كړے دے. حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ په 22 جُمادَى الْاُخْرٰى 13 هجري وفات شوے وو ، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شين ګنبد لاندې د خپل يارِ غار ، خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په څنګ مبارك كښې آرام فرما دے.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن ، حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ د وړوكوالي نه ډير ذهين او عقل مند وو. د هغوئي عمر څلور كاله وو ، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا د نَبُوَّت اعلان نه وو فرمائيلے ، په دُنيا كښې د كفر او شِرك تِيارے خوَرے وې ، د صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ والد ابوقَحافه چې هٰغه وخت د كفر په تِيارو كښې ورك وو ، يوه ورځ هغوئي حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ خپلې عبادت خانے ته بوتلو او د كانړو نه جوړ د دروغو خدايانو مخے ته ئې اودرولو ، او ورته اوئې وئيل : دا ستا لوئ او اوچت خدايان دي! دوئي ته سجده اوكړه! (اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ! اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ!) ابو قحافه دا خبرې اوکړې او يو طرف ته لاړو او په څه کار کښې مصروفه شو د صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ مخے ته د كانړو بُتان دي ، هغوئي لږ ور مخكښې شو او يو بُت ته نِزدې شو او اوئې فرمائيل : اِنِّیْ جَائِعٌ فَاَطْعِمْنِیْ زه اوږے يم په ما طعام اوخوروه! هغه بے ساه كانړے وو ، څه ئې نه شو وئيلے. صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ دويم سوال اوكړو : اِنِّیْ عَارٍ فَاکْسِنِیْ زما جامے نشته ما له جامے راكړه! كانړي څه وئيلے شو؟ نو صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ په جلال كښې راغے ، يو كانړے ئې راواغستو او اوئې فرمائيل : زه تا په كانړي ولم ، كه ته خدائے ئې نو ځان بچ كړه!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami