Book Name:Siddique akbar ki zihanat
الٰہی! رحم فرما ، خادِمِ صدیقِ اکبر ہوں تری رَحْمَت کے صدقے ، واسطہ صدیقِ اکبر کا([1])
اِلٰهي رحم اوكړه ، خادمِ يم د صِدِّيق اكبر ستا د رحمت په خاطر په وسيله د صِدِّيق اكبر
د خليفۀ اوَّل ، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن ، حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ نوم مبارك : عبدُالله ، كُنيت ابوبكر او لقب : صِدِّيق و عَتِيق دے. د صِدِّيق معنٰى ده : ډير زيات رښتيا وىوونكے. هغوئى رَضِیَ الله عَنْه به هميشه رښتيا وئيل. د عتيق معنٰى ده : آزاد. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه ته دا زيرے وركړو : اَنْتَ عَتِیْقٌ مِّنَ النَّار يعنې اے ابوبكر! ته د جَهَنَّم نه آزاد ئې.[2]
د حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ تَعَلُّق د قبيلۀ قريش سره دے ، په وومه پيړئ كښې د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ شجرۀ نسب د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خاندان د شجرے سره يو ځائے كيږي. په آزادو سړو كښې حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ د ټولو نه ورومبے اسلام قبول كړے وو. مـا شَــآءالـلّٰـه د هغوئي ډير كمالات و فضائل دي. هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د انبيائے كرامو عَلَيْهِـمُ السَّلام نه پس په ټولو انسانانو كښې د ټولو نه افضل و اعلٰى دے. حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ په ټولو غزاواتو كښې شريك شوے دے ، د صُلح او جنګ په ټولو فيصلو كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وزير وو او د ژوند په هر ډګر كښې ئې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مرسته كړي ده او د قربانئ حق ئې ادا كړے دے. دوه كاله ووه