Siddique akbar ki zihanat

Book Name:Siddique akbar ki zihanat

زړه كښې کله هُم كم نه كړم بلكه نور به ئې زياتووم.

     په دې خبره غور اوكړئ! اوس هغه مسلمان شوے دے او د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مخكښې په خپل زړه کښې د صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ د محبت ساتلو او هغوئي سره د نور مَحبَّت زياتولو قَسَم خوري ، خو په دې باندې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه اُونه رټلو ، او دا ئې ورته اُو نه فرمائيل چې اوس خو ته مسلمان ئې ، اوس صرف د الله پاک سره محبت كوه! د قرآن سره محبت كوه! اوس دِ زما كَلِمَه وئيلي ده ، اوس د ابوبكر مَحبَّت نه بلكه زما مَحبَّت ضروري دے ، داسې ئې اونه كړل بلكه  اوئې فرمائيل : هَنِيئًا هَنِيئًا مبارك شه! مبارك شه! يعنې تا ته د ابوبكر د محبت پيژندګلو اوشوه ، د دې اَهَمِّيَّت تا ته معلوم شو ، د دې په بركت تا ته اِيمان نصيب شو ، مبارك شه.[1]

     اے عاشقانِ رسول! اندازه اوكړئ! د حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ محبت څنګه بابركته دے! د دې محبت په بركت يو يهودي ته كَلِمَه نصيب شوه. مونږ له هم پكار دي چې د حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ محبت په زړه كښې نور هُم زيات كړو ، دا محبت اِيماني محبت دے او د هر مسلمان د پاره ضروري دے. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : حُبُّ اَبِیْ بَکْرٍ وَشُکْرُہٗ وَاجِبٌ عَلٰی اُمَّتِی د ابوبكر (رَضِیَ الله عَنْهُ) سره محبت كول او د هغوئي شكريه ادا كول زما په اُمَّت باندې واجب دي.[2]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ محبت په زړه كښې زيات


 

 



[1]   رِیَاضُ النَضْرَہ ، حصّہ اوَّل ، صفحہ : 178 ، حدیث : 475۔

[2]    کنزالعُمَّال ، کتابُ الفضائل ، باب ذکر صحابہ ، حصّہ : 11 ، جلد : 6 ، صفحہ : 252 ، حدیث : 32590۔