Book Name:Siddique akbar ki zihanat

مَحبَّت كووم. 

     حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ چې د يهودي دا خبره واوريدله نو مَـا شَـآءَ الـلّٰـه! ذهانت [هوښياري] ئې اوګورئ! زمونږ په مخكښې که څوك زمونږه صفت اوكړي ، زمونږ سره خپل عقيدت ښكاره كړي ، زمونږه لاس ښكل كړي نو مونږه په تَکَبُّر كښې اخته شو ، ځان ډير غټ ګنړل شروع کړو ، حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ په غرور او تَکَبُّر كښې رانغلو ، خپل ځان ئې ښه او عِزَّت دار اُو نه ګنړلو ، چې واه واه ، زما انداز ، زما كردار د خلقو په زړونو څومره اثر کړے دے وغيره ، د شيطان په دوكه كښې رانغلو ، او د علم شان ئې اوګورئ! ولې چې يهودي د الله پاك قَسَم خوړلے وو نو حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ د الله پاك د نوم ادب اوكړو او يهودي ته ئې دروغژن هم اُونه وئيلو ، څه ئې اوكړل؟ بس سر ئې ښكته كړو ، خو ولې ئې ښكته كړو؟ حضرت اَنَس رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي : تَہَاوُنًـا بِالْیَہُـوْدِ [يعني] د يهودي نظر انداز كولو او خړلو د پاره ، يعني هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ هغه [يهودي] ته دا احساس ورکول غواړي چې ته زما سره د محبت دعوٰى كوے خو زما د آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره نه محبت كوے او نه د هغوئي كلمه وائې چې مسلمان شې؟ ياد لرئ! د حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ دا عقيده ده چې څوك زما د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے ، هغه زما دے ، څوك چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دے ، زما هم نه دے.

اپنا عزیز وہ ہے جسے تو عزیز ہے                                ہم کو ہے وہ پسند ، جسے آئے تُو پسند([1])


 

 



[1]   ذوقِ نعت ، صفحہ : 126۔