Siddique akbar ki zihanat

Book Name:Siddique akbar ki zihanat

ئې كار وانخستو ، د حضرت موسٰى عَلَيْهِ  السَّلام خبره ئې اُونه منله ، اِيمان ئې رانوړو ، نافرماني ئې اوكړه ، الله پاک په قرآنِ مجيد کښې اِرشاد فرمائي :

زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَ صُدَّ عَنِ السَّبِیْلِؕ-   (پارہ : 24 ، سورۃ المؤمن ، آیت : 37) 

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : د فرعون په نظر کښې د هغه بد کار ښه ښکاره کړے شو.

فرعون خپل ځان ښه اوګنړو ، او سرکشي ئې اوکړه نو الله پاك په درياب كښې غرق كړو ، نه ئې حكومت پاتې شو او نه ئې د خدائي دعوٰى پكار راغله ، په دُنيا كښې هم ذليله شو او آخرت ئې هم تباه و برباد شو او د قيامته پورې د عبرت نښه جوړ شو.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! عبرت حاصل كړئ! ځان د ښه ګنړلو نه اوساتئ چې زه ښه يم ، اِنْ شَــآءالـلّٰـه په زړه کښې به مو عاجزي پيدا شي ، د مشورے كولو ذِهن به مو جوړ شي ، د خپلې رائے ښه ګنړلو په ځائے به نور د غوروفِكر ضرورت محسوس کړئ او تجربه به مو زياته شي ، په عقلمندئ او ذهانت كښې به مو اضافه اوشي.

(3) د عقل زياتولو دريمه طريقه :  د غوروفِكر عادت جوړ كړئ! يو كار هُم بے سوچه مه کوئ بلکه ښه غوروفِكر كوئ ، كه پرې نه پوهيږئ نو چا سره مشوره اوكړئ. حضرت اِبراهيم بِن اَدهَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ډير غوروفِكر كولو ، اكثر به په غوروفِكر كښې ډوب وو ، چا ترينه تپوس اوكړو : جناب! تاسو دومره غوروفِكر ولے كوئ؟ اوئې فرمائيل : اَلْفِکْرُ مُخُّ الْعَقْلِ غوروفِكر كول د عقل مغز دے. د حضرت طاؤس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے ، يوه ورځ د حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام حَوَّاريانو د حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام نه