Book Name:Siddique akbar ki zihanat
عرض اوكړو : جناب! خلق د اسلام نه اوړي ، په داسې صورت كښې د اُسامه رَضِیَ الله عَنْهُ لښكر ليږل مناسب نه دي ، دلته په مدينه منوره كښې د مجاهدينو زيات ضرورت دے. اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن ، حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل : كه سړې خواره ځناور ابوبكر د ښپې نه نيولے په راښکلو راښکلو يوسي نو بيا به هم زه د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ليږلے شوے لښكر هيڅ كله هُم حصار نه كړم. ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ د اُسامه رَضِیَ الله عَنْهُ لښكر رُوم ته اوليږلو. دا د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ كمال ذهانت وو ، د جنګي پاليسئ په اعتبار سره اعلٰى دُور انديشي [يعنې لويه عقلمندي] وه. د دې نتيجه دا ښكاره شوه چې هغه لښكر به په كوم ځائے تيريدلو ، د هغه ځائے خلقو به سوچ كولو چې : مونږه خو مسلمانان كمزوري ګنړل ، چې په داسې حالت كښې هُم د دوئي لښكر د سرحد نه بهر جنګ د پاره روان دے نو يقيناً په مدينه منوره كښې خو به د دې نه هُم غټ لښكر موجود وي! بيا چې كله حضرت اُسامه بِن زيد رَضِیَ الله عَنْهُ رُومي لښكر ته شكست وركړو ، جنګ ئې اوګټلو او بيرته راغلو نو د اسلام نه اوړيدلي خلق اُويَريدل ، د هغوئي په زړونو كښې د اسلام رُعب كښيناستلو او د مرتد كيدو نه ئې توبه اوكړه او رښتيني مسلمانان جوړ شو.[1]
دا د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن ، حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ عقلمندي وه ، هغوئي په دې خبره پوهيدل چې لښكر حصارول د خپلې كمزورئ اعلان كول دي ، لښكر به ضرور ليږلے کيږي چې خلقو ته معلومه شي چې مسلمانان پرون هم طاقتور وو ، او نن هم طاقتور
[1] کَنْزُ العمال ، باب اَوَّل ، فی خِلَافَۃِ الخلفاء ، حصَّہ : 3 ، جلد : 5 ، صفحہ : 241 ، حدیث : 14062۔