Book Name:Siddique akbar ki zihanat
ابوبكر رښتيا اُووئيل. صَدَقَ اَبُو بَکْرٍ ابوبكر رښتيا اُووئيل. صَدَقَ اَبُو بَکْرٍ ابوبكر رښتيا اُووئيل.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حكايت نه معلومه شوه چې الله پاك اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن ، حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ ته څومره ذهانت او عقل وركړے وو ، څلور كاله څه عمر وي... عام طور په دې عمر كښې ماشومان صحيح خوراک هُم نه شي کولے ، بعضې ماشومان په دې عمر كښې فيډر [يعني د شودو بوتل] څښي ، د څلورو كالو د ماشوم خپل ذاتي سوچ نه وي ، هغه خواو شا ماحول ته ګوري ، څه چې ويني هغه ئې په سوچ کښې کښيني او بيا هُم هغه كوي ، د هغه د سوچ كولو ، د پيژندلو ، د څه نتيجے اَخذ كولو قوت كمزورے وي ، نو ځکه هغه چې خپل مور و پلار ، اُستاذان ، خويندې ورونړه ، د كوڅې محلے ماشومان په څه كولو ويني هم هغه كوي ، نه د صحيح نه خبر وي او نه د غلط نه ، خو د حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ ذهانت ته اوګورئ! الله پاك هغوئي ته څومره اعلٰى پيدائشي نوراني طبيعت وركړے دے چې د خوا و شا ټول ماحول د كفر و شِرك نه ډك دے ، كوڅو محلو کښې ، تر دې چې په خانۀ كعبه كښې هُم د كانړو بُتان کيښودلے شوي وو ، پلار ئې پخپله د بُتانو مخې ته اودروي او حكم ورته كوي چې بچيه! دا ستا خدايان دي ، دوئي ته سجده اوكړه. د دې باوُجود هغه خبره چې د هٰغه وخت د غټو غټو سردارانو په عقل كښې نه راتلله ، چې خلقو به ورته اَبُوالْحَـكَـمْ (يعني فيصلے کوونکے ، ډير عقلمند) وئيلو ، د هغوئي عقل چې د كوم حقيقت ليدلو نه بے خبره وو ، حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْهُ د څلورو كالو په عمر کښې په هغه خبره پوهيږي ، او د