Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

بارګاه کښې د حاضريدلو منظر ئې ورياد کړلو او ورته ئې اُوفرمائيل چې زه صرف دومره غواړم چې زما نوټسونه راکړه ، په هغې کښې ستا د فائدے هيڅ هُم نشته. په دې خبره د ډاکوانو سردار په زوره اوخندل او په دوئي پورې د ټوقې کولو په انداز کښې ئې اُووئيل : ته به په عِلم باندې عُبُور څنګه حاصل کړې؟ حالانکه ته د دې نوټسونو په تللو باندې بالکل [د علم نه] خالي شوې.  

     بس دې جُملے د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زړه  سخت اثر اوکړو ، فرمائي چې : زه پوهه شوے ووم چي دا خبره د ډاکوانو سردار نه وه کړې بلکه زما د رهنمائي د پاره الله پاک د هغه د خُلې نه ويستلي وه ، چنانچه ما نوټسونه ځان سره واخستل او خپل وطن ته چې اورسيدلم نو پوره درې کاله مسلسل کوشش مې اوکړو او په هغه نوټسونو کښې ليکلي مسائل مې ټول حِفظ کړل. ([1])

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل چې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شروع نه خپلې اصلاح طرف ته څومره مُتَوَجِّه وو ، هغوئي چې  دډاکوانو د سردار خبره واوريدله نو بده ئې اوُنه ګنړله او نه ئې هغه خپله بے ادبي اوګنړله بلکه د هغې نه ئې سبق حاصل کړو او د آئنده د پاره ئې خپل عِلم داسې محفوظه کړو چې بيا ترينه چا هډو غلا کولے نه شو.

د مُبَلِّغ دعوتِ اسلامي د حِکمت نه ډکه جُمله

      يو اسلامي ورور چې هغه د جُمات اِمام هُم دے ، د هغه بيان دے چې زه مخكښې په دُنيادارئ کښې مصروف ووم ، جُمات او د هغې سره مُتَعَلِّق ذِمَّه دارو سره د وابسته کيدلو زما هيڅ ذِهن نه وو ، نه مې داسې سوچ کړے وو ، خوش قستئ سره زما مشر ورو د دعوتِ


 

 



[1]   طبقات شافعیہ کبری ، پانچواں طبقہ ، جلد : 6 ، صفحہ : 195ملخصًا۔