Book Name:Tabrukat Ki Barakat
حفاظت د داسې ځائے نه اوشو چې د هغوئي په وهم و ګمان کښې هم نه وو. بيشكه الله پاك د لويو قدرتونو والا دے ، د خپلو نيكو بندګانو سره مَحبَّت كوي ، د هغوئي په بركت او هغوئي سره د نِسبَت لرونکو څيزونو په بركت غټ غټ مشكلات حل كوي. شاه وَلِـىُّ الله مُحَدِّث دِهلَوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : چې كله بنده د الله پاک محبوب جوړ شي نو *الله هغه د خپل رحمت په نظر كښې ساتي *هغه بنده د آسمانونو ناوَک [يعني د واده ځلمے] وي * د الله محبوب بنده چې كوم ځائے کښې وي ، هلته فرښتے را كوزيږي * هلته د نُور رنړاګانې وي * د الله پاك رحمت هر وخت د هغه شامِلِ حال وي * كوم څيز چې د % د محبوب بنده سره نسبت لري ، د الله رحمت په هغه څيز هُم نازليږي ، ځکه د % پاک د محبوبو بندګانو سره نسبت لرونكي څيزونه ، د هغوئي جامے [يعنې کپړے] د عامو خلقو د جامو نه ، د هغوئي استعمال شوي لوښي د عامو خلقو د لوښو نه ، د هغوئي د لـمانځه ځائے د عامو خلقو د لـمانځه د ځائے نه ، د هغوئي كور د عامو خلقو د كورونو نه او د هغوئي قبرونه د عامو خلقو د قبرونو نه اعلٰى او مُـمتاز وي. ([1])
د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ مُحترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عبادت د بركتونه په بيان کښې ليكي : كوم بنده چې کثرت سره د % پاك عبادت كوي ، الله پاك هغه داسې بركت والا جوړوي چې خلق د هغه د اوسيدلو د ځائے او جامو نه بركت او فائدے حاصلوي. ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد