Book Name:Tabrukat Ki Barakat

رَضِیَ الله عَنْه  په اولاد كښې دے ، د امام موسٰى كاظِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صاحبزاده او د سلسله عاليه قادريه اتم بُزُرګ دے. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 153 هجري كښې په مدينه منوره كښې پيدا شو او د 50 كالو په عمر كښې 203 هجري كښې ئې د دُنيا نه سفر اوکړو. لوئ عالِم ، فاضِل ، مُتَّقـي ، پرهيزګار ، عبادت ګزار او باكرامته ولي وو.([1])

        دِعبَل خُزاعـي امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته هغه قصيده واوروله ، ډيره شانداره قصيده وه ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې واوريدله نو ډير خوشحاله شو. د هغه وخت خليفه مامونُ الرَّشيد هم هلته موجود وو ، هغه چې امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوشحاله اوليدلو نو دِعبَل خُزاعـي ته ئې پنځوس زره ديناره (يعني د سرو زرو سِكّے) د انعام په طور وركړې. دِعبَل انعام قبول كړو او امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ئې عرض اوكړو : اے زما سرداره!  خواهش لرم چې د خپل استعمال يوه كپړه ما ته را عطا كړئ چې زه ئې خپل كفن جوړ كړم. امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د  هغه خواهش پورا كړو او يوه كُرته او يوه توليه ئې هغه ته وركړه او ورته ئې اوفرمائيل : دا سنبال ساته ، دا به ستا حفاظت كوي. دِعبَل وائي : زما عراق ته د تللو ضرورت پيښ شو ، ما د امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مباركه كُرته او توليه هم ځان سره واخستله او  قافلے سره روان شوم. په لاره كښې ناڅاپه په مونږ باندې ډاكوانو حمله اوكړه او د قافلے ټول سامان ئې لوټ كړو او ځان سره ئې يوړلو ، زما هم ټول سامان لوټ شو. زه د لارې په غاړه پريشان حال کښيناستم چې ، هائے افسوس! دومره قيمتي كُرته او توليه مباركه راته په قِسمَت په لاس راغلي وه هغه هُم رانه ډاكوانو واخستله ، ما ته بيا بيا د امام علي رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نصيحت را ياديدلو چې  “ دا سنبال ساته ، دا به ستا حفاظت كوي “ افسوس! ما سنبال اُونه ساتلے شوه.


 

 



[1]   شرح شجرہ قادریہ ، صفحہ : 63 ، خلاصۃً۔