$header_html

Book Name:Jannat Ki Sab Say Bari Namat

وجه به لمَر داسې شي لكه د لـمر په مقابله کښي ډيوه. او جنتيان به ټول يو زړه والا وي، د هغوئي په مينځ كښې به څه اختلاف و بُغض نه وي. په دې كښې به هر يو ته د حُورِ عِين نه كم نه كم دوه بيبيانې داسې نصىب كيږي چې اويا اويا جوړے به ئې اغوستي وي، بيا به هم د هغه لباس او جامو او غوښې نه بَهَر د هغوئي د پنډو مغز ښكاري، لكه څنګه چې په سپينه شيشه كښې شراب سره ښكاري. سړے به خپل مخ د هغې په مخ كښې د آئينے نه صفا ويني، سړے چې كله هُم د هغې خوا له ورشي نو هغه به داسې وي لکه بې واده پيغله خو د دې په وجه به سړي يا ښځې يو ته هُم د هيڅ قِسمه تكليف نه کيږي. كه جنتـي زنانه په ووه سمندرو كښې لاړې توك كړي نو هغه به د شهدو [يعني ګبين] نه هُم زيات خواږه شي. چې كله بنده جنت ته داخل شي نو د هغه سر او ښپو ته به دوه حُورې په ډير ښكلي آواز كښې سندره وائي خو د هغوئي سندره به د شيطاني سندرو او سازونو د آوزار نه پاكه وي او د الله پاك حَمْد و ثناء به وي، د هغوئي به داسې ښکلي آوازونه وي چې مخلوق به داسې آواز کله هُم نه وي اوريدلے او په سندرو كښې به دا هُم وائي چې مونږه هميشه اوسيدونكي يُو، مونږه آرام او سکون والا يُو، هيڅ كله به په تكيف كښې نه پريوځو، مونږه راضي يُو، نه ناراضه كيږو. مباركي ده هغه لره څوک چې زمونږ دے او مونږه د هغه يُو، د ادنٰى جنتـي د پاره به اتيا (80) زره خادمان او دوه اويا (72) زره بيبيانې وي.[1]    

فرما کے شفاعت مِری اے شافعِ محشر!                               دوزخ سے بچا کر مجھے جنت میں بسانا[2]

 

اے شافِعِ محشَر! زما اوکړه شفاعت                   دوزخ نه مې ساته، جَنَّت ته مې بوځه

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]    بہارِ شریعت ، حصہ۱ ، ص ، ۷۹ ، ۸۴ ، بتغیر قلیل

[2]        وسائلِ بخشش مُرمم ، ص۳۵۴



$footer_html