Book Name:Jannat Ki Sab Say Bari Namat
صَـلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: جَهَنَّم په خواهشاتو پټ كړے شوے دے او جنت په ناخوښه څيزونو پټ كړے شوے دے.[1]
يعني جَنَّت حاصلولو د پاره به د هغه څيزونو نه بچ كيدل ضروري وي څه سره چې نفس ته راحت ملاويږي ځكه چې هغه څيزونه [پريښودل] انسان ته ناخوښه وي لكه په كور كښې ناسته آسانه او د الله په لار كښې وتل مشكل دي، د سحر په وخت كښې اوده كيدل آسان او لـمانځه ته پاڅيدل او جُمات ته د جَمعې د لـمانځه د پاره تلل مشكل دي، د ګناه كار كول آسان او د ګناهونو نه ځان بچ كول مُشكل دي، د جنت حاصلولو د پاره مونږ له پكار دي چې خپل ځان د الله پاك راضي كولو والا كارونو كښې مصروف كړو نو اِنْ شَاۤءَ اللّٰہ جنت به مو نصيب شي.
راځئ چې اوس مونږه د هغه اعمالو په باره کښي يو څو واقعات واورو كوم چې د بُزُرګانِ دين جنت ته د داخليدو سبب جوړ شو.
1... اَمِيرُ المُؤمِنين، حضرت سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه چا په خوب كښې اوليدلو عرض ورته اوكړے شو چې تاسو به هميشه د خپلې ژبې په باره كښې فرمائيل چې دې زه د تباهئ ځايونو ته رَسَوَلے يم، فَمَا ذَا فَعَلَ اللّٰہُ بِکَ يعني الله پاك ستاسو سره څه مُعامَله اوفرمائيله؟ ارشاد ئې اوفرمائىلو: ”ما په دې ژبه كلمه طيبه لوستلي وه پس الله پاك زه جنت ته داخل كړم.“
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد