Ikhtiarat E Mustafa

Book Name:Ikhtiarat E Mustafa

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښي د ګُل د ورځې د روژے تپوس اوکړے شو نو اِرشاد ئې اُوفرمائيل : په هُم دې ورځ زما وِلادت [يعني پيدائش] شوے وو او په هُم دې ورځ په ما وحي نازله شوي وه ،

په دې فرمان عاليشان کښي د داسې ورځو د روژو د مُسْتَحَب کيدلو طرف ته اشاره ده په کومو ورځو کښې چې د الله پاک نعمتونه نازل شوي وي ، په دې اُمَّت باندې چې د الله پاک کوم د ټولو نه لوئي نعمت نازل شوے دے هغه د حضرت مُحَمَّدِ مُصطَفىٰ احمدِ مُجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وِلادت [يعني پيدائش] دے ځکه د دې لوئي نعمت د نازليدلو په ورځ روژه نيول ډيره ښه خبره ده و لِـهذا په دې مياشت کښې ډيرې روژے نيول پکار دي۔

      په جواهِر غَيبِي کښې دي چې د دولسم رَبِيعُ الْاَوَّل په ورځ روژه نيولو والا ته د زرو (1000) کالو د عبادت ثواب ميلاويږي ، د دې نه علاوه د 16 ، 5 او 26 رَبِيعُ الْاَوَّل د روژے نيولو هُم ډير ثواب دے۔ [1]

      اے عاشقانِ رَسُول! کوشش اوکړئ چې د 12 رَبِيعُ الْاَوَّل روژه اونيسئ او خپل خوږ خوږ آقا مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ئې اِيصالِ ثواب کړئ او دغسې خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د خپل مَحبَّت اِظهار اوکړئ۔


 

 



[1]    جواہر غیبی ، ص۶۱۷۔