Book Name:Ikhtiarat E Mustafa

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! شهَنشاهِ ختمِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له الله پاک يو جُدا شان ورکړے دے ، چنانچه

په کجورو کښي دومره بَرَكت

حضرتِ سيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي : په يوه غزوه كښې اسلامي لښكر سره د خوراك د پاره هيڅ هم پاتې نه شو. د الـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ خوږ رَسُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل : تا سره څه شته دے؟ ما عرض اوكړو ، په توښه دان كښې لږې شان كجورې شته دے. اوئې فرمائيل : راوړه. ما حاضرې كړې او هغه ټولې يو وِيشت (21) وے. سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغې باندې خپل لاس مُبارك كيښودو او دُعا ئې اوكړه بيا ئې اوفرمائىل : لس كسان را اوبله! ما را اوبلل ، هغوئي راغلل او ښه په مړه ئې اوخوړلې او لاړل. بيا ئې د لسو كسانو رابللو حُكم اوفرمائيلو ، هغوئي هم اوخوړلې او لاړل. دغسې لس لس كسان راتلل او په مړه به ئې خوړلې او تلل به ، تر دې چې ټول لښكر اوخوړلې او څه چې باقي پاتې شوې د هغې په باره كښې ئې اوفرمائيل : اے ابوهُريره! دا په خپل توښه دان كښې اوساته او چې كله غواړې لاس پكښې دننه كوه او د دې نه ئې را اوباسه خو توښه دان مه نسكوروه! حضرتِ سيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي : ما د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهري ژوند او بيا د حضرتِ سيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق او د حضرتِ سيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم او د حضرتِ سيِّدُنا عُثمانِ غني عَلَيْهِمُ الرِّضْوَان د خِلافت د زمانے پورې د هم هغه كجورو نه خوړلې او خرچ كولې تخميناً (يعني اندازاً) پنځوس وَسقه