Book Name:Ikhtiarat E Mustafa
* دا شرعي اختيار هُم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاصل وو چې [د حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مازديګر د لـمانځه د پاره ئې] پريوتلے لـمر بيرته را اوخيژولو۔
* دا شرعي اختيار هُم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاصل وو چې سپوږمئ ئې دوه ټُکړے کړه۔
* دا شرعي اختيار هُم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاصل وو چې سپوږمئ به د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اشاره اخوا او ديخوا کيدله۔
* دا شرعي اختيار هُم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاصل وو چې د ګوتو مبارکو نه ئې د اوبو چينے روانې شوے۔
* دا شرعي اختيار هُم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاصل وو چې د حبيب بِن يَساف کټ شوے لاس ئې بيرته اولګولو۔
* دا شرعي اختيار هُم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاصل وو چې د حضرتِ عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ماته شوي پنډئ ئې جوړه کړه۔
* دا شرعي اختيار هُم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاصل وو چې په غَزوۀ بَدر کښې ئې حضرت عُکّاشه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته لرګے ورکړو او د هغې نه تُوره جوړه شوه۔
شاہِ کونین جلوہ نما ہوگیا رنگ عالَم کا بالکل نیا ہوگیا