Share this link via
Personality Websites!
تِری فرش پر حکومت تِری عرش پر حکومت
تُو شہنشہِ زمانہ مدنی مدینے والے
بَعَطائے ربِّ حاکم تُو ہے رِزق کا بھی قاسِم
ہے تِرا سب آب و دانہ مَدنی مدینے والے[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل چي سَمسَره (چې يو بے زبانه ځناور دے هغې) څنګه د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سوالونو جوابونه ورکړل ، د الله پاک د معبُود کيدلو او د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آخري نبي کيدلو ګواهي ئې هُم ورکړه۔ دا زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے چې د سرکشو پيريانو او انسانانو نه سِوا هر مخلوق هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک رَسُول مني۔ څنګه چې
حضرت جابِر بِن عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي : مونږه د نبيانو د سردار ، مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د يو سفر نه واپس راتللو کښي د (قبيله) بَنُو نَجّار د يو باغ خوا ته اورسيدلو نو مونږ ته معلومه شوه چې په باغ کښې يو سرکشه اوښ دے چې هغه هيڅ څوک هُم باغ ته ننوتلو ته نه پريږدي ، چې څوک داخليدل غواړي په هغه حمله کوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami