Book Name:Nekiyan Chupayye
د هغوئي په سر باندے د پاسه يو نُوراني قِندِيل (يعني فانُوس) روښانه [رازوړند] دے چې د هغے رنړا سترګے بريښوي. صبا هغوئي ته د شپے والا كرامت تذكره اوكړے شوه نو هغوئي بے قراره شولو چې خلقو ته د هغوئي عبادت ولے ښكاره شو؟ بے اختياره ئے د الله پاك په بارګاه كښے لاس پورته كړل او عرض ئے اوكړو: ”اے زما رازداره ربـه! زما راز خو ښكاره شو، نور زه د دے شُهرت نه پس ژوندے اوسيدل نه غواړم.“ دا ئے اُووئيل او په سجده كښے لاړلو. چې خلقو اوخوزلو را اوخوزولو نو رُوح ئے وتلے وو. [1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت ابو الحسن محمد بِن اسلم طُوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپلو نيكو پټولو بےحده خيال ساتلو تر دے چې يو ځل ئے اوفرمائيل: ” كه زما وَس كيدلے نو ما به د اعمالو ليكونكو فرښتو نه هم پټ عبادت كولے.“ حضرت ابو عبدُ الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه د شلو كالو نه زياته موده د ابوالحسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په صحبت كښے اوسيدلے يم خو د جُمُعَةُ المُبَارَك (او نورو فرائضو او واجباتو) نه علاوه ما كله هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دوو ركعاتو نفلو كولو نه دے ليدلے. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د اوبو كوزه واخسته او خپلے خاص كوټے ته به داخل شو او د دننه نه به ئے دروازه بنده كړه. ما ته به پته نه وه چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په كوټه كښے څه كوي، تر دے چې يوه ورځ د هغوئي ماشوم ځوئ ډير زيات ژړل او مور ئے د چپ كولو كوشش كولو. ما ترينه تپوس اوكړو چې: دا ماشوم آخِر دومره ولے