Share this link via
Personality Websites!
نو هغه دِ صرف خپل ځان ملامته كړي.“ (اَلْمُسنَد اَبِـى يَعْلٰـى ج٤ ص٢٧٨ حديث٤٨٩٧) ٭ غرمه كښے قيلوله (يعني څه ساعت څملاستل) مُسْتَحَب دي. (عالمګيرى ج٥، ص٣٧٦)
صَدرُ الشَّرِيعه، بَدرُ الطَّرِيقه حضرت مولانا مُفتي مُحمد امجد علي اَعظمي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: غالِباً دا به د هغه خلقو د پاره وي څوك چې شب بيداري كوي [يعني د شپے راپاڅي]، د شپے لمُونځونه كوي، ذِكرِ اِلٰهى كوي، يا د كتابونو په مطالَعَه كښے مشغول اوسي چې د شب بيدارئ ستوماني به ئے په قيلوله لرے شي. (بهارشريعت ج ٣، حِصَّه ١٦، ص ٤٣٥) ٭ د ورځے په وړومبئ حِصّه كښے اُوده كيدل او د ماښام او ماسخُتن تر مينځه اُوده كيدل مكروه دي. (عالمګيرى ج٥، ص٣٧٦) ٭ په اُوده كيدو كښے مُسْتَحَب دا دي چې په طهارت كښے اُوده شي او څه ساعت په ښئ ډډه ښے لاس د مخ نه لاندے كيږدي او مخ په قبله اُوده شي او بيا د هغے نه پس په ګڅه ډډه. (ايضاً ) ٭ د اُوده كيدو په وخت كښے په قبر كښے اُوده كيدل يادول پكار دي چې هلته به يواځے اُوده يم، سِوا د خپلو اعمالو نه به راسره هيڅ څوك نه وي. ٭ د اُوده كيدو په وخت كښے د الله تعالٰى په ياد كښے مشغوليدل پكار دي، تَهلِيل و تسبِيح او تَحمِيد دِ لوَلي (يعني د لَآ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ، سُبْحٰنَ اللهِ او اَلْحَمْدُ لِلّٰه وطيفه دِ كوي) تر دے چې اُوده شي ځكه چې په كوم حالت انسان اُوده كيږي په هُم هغے راپاڅي او په كوم حالت چې مړ شي د قيامت په ورځ به په هُم هغے پاڅي. (ايضاً)
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami