Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د بيان موضوع ده ”شرم و حيا څه ته وائي“. شرم و حيا یو داسے صِفَت چه د دے نه بغير د مسلمان ژوند نيمګړے دے. دا د اِيمان د تقاضو نه یوه اهمه تقاضا ده. شرم و حيا د ښو صِفاتو نه يو ښه صِفَت دے. په قرآن و حديث كښې د دے اَهَمِّيَّت څنګه بيان شوے دے، زمونږ د اسلافو شرم و حيا څنګه وه، او د دے سره سره نورے فائده مندے خبرے به هم د نن په بيان كښے د اوريدلو سعادت حاصلوو.

     اَوَّل په دے خبره ځان پوهه كړئ چه د”شرم“ او ”حيا“ يوه معنٰى ده.

       بله دا چه شرم و حيا څه ته وائي او د دے نه څه مراد دے؟ راځئ چه دا هم واورو: ”شرم و حيا هغه صِفَت ته وائي چه ھغه بنده د هر هغه څيز نه منع كړي كوم چه د الله پاك او د هغه د مخلوق په نِزد ناخوښه دے. ([1])

        يعني هغه صِفَت كوم چه انسان د هغه كار يا ھغه څيز نه بچ كړي چه هغه الله پاك او د هغه مخلوق نه خوښوي. دے ته شرم و حيا وائي.

        راځئ چه اوس يو حكايت واورو د هغے نه به معلومه شي چه زمونږه اسلافو [يعني پخوانو بُزرګانو] به د خپل رب نه څنګه شرم و حيا لرله. كاش چه د هغوئي په بركت مونږه هم حيادار جوړ شو. الله پاك دِ مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو او پوره تَوجُّه سره د اوريدلو سعادت رانصيب كړي. آمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنْ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

ما ته دوه جنتونه راكړے  شو


 

 



[1] باحیا نوجوان، ص۷ ملخصا