Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

    صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                 صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                     جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د ناستے يو څو سنتونه او آداب

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د ناستے يو څو سنتونه او آداب واورو: ٭ سُرِين په زمكه لګوئ او دواړه زنګونان اودروئ او دواړه لاسونه ترينه چاپيره كوئ او په يو لاس بل لاس نيسئ، داسے كښيناستل سُنَّت دي.(خو په دے دوران كښے زنګونان په څادر وغيره پټول مناسب دي) (مِراٰةُ المناجيح ج٦. ص٣٧٨ )   ٭ پرلت وهل هم د نبي كريم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ثابت دي. ٭ كوم ځائ كښے چه څه لـمر او څه سورے وي هلته مه كښينئ. د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  نه رِوايت دے چه خوږ نبـى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ”چه كله په تاسو كښے څوك په سوري كښے وي او د هغه نه سورے رُخصت شي او هغه په څه لـمر او څه