Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

اور ته د نيولو جُراٴت كوي.

      څوك چه د شريعت د اَحكامو پرواه نه كوي، په ورځ د قيامت هغوئي په غټو غټو مصيبتونو كښے اخته كيدے شي.

غير مَحرَم سره د تنهائي مُمَانَعَت

      زمونږه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څوك چه په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري هغه دِ هيڅ كله د داسے غير مَحرَمه زنانه سره خلوت [يعني تنهائي، يعني يواځے كيدل] نه اختياروي چه د هغے سره د هغے مَحرم نه وي ځكه چه په داسے صورت كښے د هغوئي په مينځ كښے دريم شيطان وي. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په ځان كښے د حيا پيدا كولو يوه طريقه دا هم ده چه مونږه د بزرګانو د شرم و حيا واقعات واورو او په هغے د عمل جذبه پيدا كړو.

       زمونږ د بُزرګانو شرم و حيا څنګه وه، راځئ چه د هغے يو څو واقعات واورو:

 د حضرت عثمان رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ   شرم و حيا

       چنانچه حضرت حسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د اَمِيرُ المُؤمِـنِين حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْه  د شرم و حيا په باره كښے فرمائي چه هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ به دومره زياته حيا كوله چه كه په يوه


 

 



[1]  مسند امام احمد،مسند جابر بن عبد اللّٰہ،۵/۱۰۱،حـدیث:۱۴۶۵۷