Share this link via
Personality Websites!
388272
5143
خدمت اخلي. (اَلْجامِعُ الصَّغِیر،ص۲۸۸،حدیث :۴۶۸۶) (3) سُنَّت دا دي چه سړے به ميلمه د دروازے پورے رخصتولو له ځي. ( ابن ماجہ،۴/۵۲، حدیث: ۳۳۵۸) ٭ ميلمه له پكار دي چه د خپل كوربه د مصروفياتو خيال ساتي. ٭ صدر الشريعه حضرت مفتي محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه فرمائي: ميلمه له څلور خبرے ضروري دي. (١) كوم ځائے ئے چه كښينوي هلته دِ كښيني (٢)څه چه ورته مخے ته كيښودے شي په هغے دِ خوشحاله شي، (داسے نه ده پكار چه اووائي: د دے نه ښه خوراك خو زه په خپل كور كښے كووم يا داسے قِسم نور الفاظ). (٣) د كوربه د اِجازت نه بغير دِ د هغه ځائے نه نه پاڅي. (٤) چه كله بيرته ځي نو د هغه د پاره دِ دُعا اوكړي. (عالمگیری،۵/۳۴۴) ٭ كور يا طعام وغيره معاملاتو كښے هيڅ قِسم عيب مه را اوباسئ او مه د دروغو صفتونه كوئ. كوربه دِ هم د ميلمه نه داسے تپوسونه نه كوي چه هغه د دروغو وئيلو په خطره كښے پريوځي مثلاً زمونږ د كور پخلے څنګه وو؟ ستاسو خوښ شو كه نه؟ په داسے موقع باندے كه د هغه نه وي خوښ شوے نو د كوربه د زړه ساتلو د پاره به د هغه د كور د طعام د دروغو صفت اوكړي او ګنهګار به شي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami