Book Name:Faizan Rabi-ul-Akhir
وي. هغه به د شَهدو [يعني ګبين] په شان خوږه او خوندوره وي، الله تعالٰى به په ورځ د قيامت روژه دار باندے د هغه ونے ميوه خوري. (طبرانی کبیر ج۱۸ص۳۶۶حدیث۹۳۵)
(٢) خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د روژه دار هر ويښته د هغه د پاره تَسْبِيْح كوي، د قيامت په ورځ به د عرش نه لاندے د روژه دارو د پاره د سرو زرو داسے دسترخوان خور كړے شي چه په هغے به غمي او جواهر [ يعنې ملغلرے] لګيدلي وي چه هغه به د دُنيا د احاطے همره وي، په هغے باندے به قِسم قِسم جَنَّتي خوراكونه، شربتونه او ميوے وي، هغوئي به خوري څښي او عيش و عِشرت كښې به وي حالانكه خلق به سخت حساب كښې وي. (فردوس الاخبار، ۵/۴۹۰، حدیث:۸۸۵۳)
(٣) د قيامت په ورځ به چه كله روژه دار د قبرونو نه را اُوځي نو هغوئي به د روژے په بُوئي پيژندلے كيږي، د هغوئي د پاره به دَسترخوان لګولے كيږي او هغوئي ته به وئيل شي: ”اوخورئ! پرون تاسو اوږي وئ، اوڅښئ پرون تاسو تږي وئ، آرام اوكړئ پرون تاسو ستړي وئ.“ پس هغوئي به خوري څښي او آرام به كوي حالانكه خلق به د حساب په مَشَقَّت او تنده كښې اخته وي. (جَمْعُ الْجَوامِع ج١ ص٣٣٤ حديث٢٤٦٢)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د نفلي روژو فضائل اوريدل. ياد ساتئ! د رَبِيعُ الْآخِر د مياشتے بَرَكتونه حاصلولو د پاره چه څنګه نفلي روژے نيول د سعادت باعِث دي