Book Name:Faizan Rabi-ul-Akhir
د ماسخُتن په اوداسه د سحر لـمونځ
يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چه ما د حضرت شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت كښې څلويښت كاله تير كړي دي. ما ليدلي وو چه هغوئي به هميشه د ماسختن په اوداسه د سحر لـمونځ كولو. د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول وو چه كله به ئے اودس مات كړو نو فوراً به ئے اودس كولو او دوه ركعاته تَحِـيَّـةُ الْوُضُو به ئے ادا كولو او د ماسخُتن لـمونځ ادا كولو نه پس به د شپے خپلے مخصوصے كمرے ته داخل شو او د سحر د لـمانځه د پاره به د هُم هغه كوټے نه راوتلو. (قلائد الجواھر،ص۷۶ملخصاً)
سُبْحٰنَ الله! غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به لـمانځه سره څومره مَحبَّت لرلو. الله دِ اوكړي چه مونږ ته هُم د غوثَ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خاطر د لـمونځونو پابندي رانصيب شي او فرائضو سره سره د نفلي لـمونځونو شوق هُم رانصيب شي.
ياد ساتئ! غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ زر ركعاته نفل ادا كول (تفریح الخاطر، ص۴۵)
اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا، ابُو بِلال محمّد اِلياس عطّار قادِري، رَضَوي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه په خپله رِساله ”سانپ نُما جِن“ كښې دا حِكايت نقل كوي چه پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل ما په ”جامع منصور“ كښې