Faizan Rabi-ul-Akhir

Book Name:Faizan Rabi-ul-Akhir

كم از كم دوه فيصه اوباسي او د يوولسمے شريفے ماهانه نياز [يعني خيرات] دِ كوي نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه د هغه په روزئ كښې به بَرَكت كيږي. (كه په كور كښې د نياز كولو رُكاوټ وي نو بل يو نيك كار كښې هغه رقم خرچ كړئ) (ماہنامہ فیضانِ مدینہ، رَبیعُ الْآخِر ۱۴۴۰ھ،ٹائٹل پیج)

هره مياشت يوولسمه شريف كوئ

      اے عاشقانِ غوثِ اعظم! كه كيدے نو هره مياشت يوولسمه شريف كوئ. ضروري نه ده چه په دے كښې دِ زرګاؤ روپئ خرچ كړے شي بلكه چه څومره په آسانئ ويستلے شئ په هغے د دے كامِل ولي نياز [يعني خيرات] كوئ، چنانچه حکیمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كه د هرے اسلامي مياشتے په يوولسمه شپه يعني د لسم او يوولسم تاريخ مينځنئ شپه باندے د مقررو پيسو شيريني د مسلمان د دُكان نه واخلي او په پابندئ سره د يوولسمے فاتحه [او دا خيرات] كوي نو رزق كښې به ئې ډير بَرَكت كيږي او اِنْ شَــآءالـلّٰـه كله به هُم نه پريشان حاله كيږي خو شرط دا دے چه [پابندي ساتي او] يو تاريخ ناغه پكښې نه كوي او څومره پيسے چه مقررے كړي په هغے كښې كمے نه راولي، دومره پيسے دِ مقررے كړي د څومره چه پابندي كولے شي. پخپله زه د دے سختئ سره پابند يم او د الله په فضل د دے بيشميره فائدے وينم. (اسلامی زندگی،ص۱۳۳)

ہم کو ’’گیارہ‘‘ کا ہے عددپیارا،                                    ان کی تاریخِ عرس ہے گیارہ