Book Name:Faizan Rabi-ul-Akhir

ملګرے د غم په حالت كښې ليدلو نو د هغه غم به ئې لرے كولو، د هغوئي هر ملګري به دا ګنړله چه زه د هغوئي په نزد عزتمند يم، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره شپه د دسترخوان خورولو حُكم كولو او ميلمنو سره به ئې طعام خوړلو، چه هغوئي له به څه تُحفه راغله نو حاضرو خلقو كښې به تقسيم كړه، تُحفه به ئې قبلوله او د هغے بدله به ئې وركوله، د خپل نفس د پاره به ئې غُصَّه نه كوله. (بہجۃ الاسرار، ص ۱۹۹ تا۲۰۱ملتقطاً) د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاموشي به د هغوئي د كلام [يعني خبرو] نه زياته وه. (قلائد الجواہر، ص۱۹،ملتقطاً) سلام كولو كښې به وړومبے كيدلو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كله هُم د مالدارانو او سردارانو د تعظيم د پاره نه وو اودريدلے او نه كله د وزيرانو او بادشاهانو دروازے ته ورغلے وو. (قلائد الجواہر، ص۱۹،ملتقطاً)

      اے عاشقانِ رَسُول! تاسو واوريدل چه زمونږه غوثِ پاك پيرانِ پير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د څومره ښكلو عادتونو مالك وو. كاش چه زمونږه عادتونه هُم ښه شي، كاش چه زمونږه اخلاق هم ښه شي، كاش چه مونږه هم مَدَني انعاماتو باندے عمل كوونكي جوړ شو، كاش چه مونږه هم مخلوقِ خُدا سره خير ښيګړه كولو والا جوړ شو، كاش چه مونږه هُم مهربانه، شفقت كوونكي او ميلمه دوست جوړ شو، كاش چه ربّ تعالٰى مونږه هُم سخاوت كوونكي او د حاجتمندو حاجتونه پوره كوونكي جوړ كړي، كاش چه مونږه هُم په غريبانو او مِسكينانو شفقت كوونكي جوړ شو، كاش چه مونږ ته هُم كمزورو سره د ناستے توفيق رانصيب شي. كاش چه مونږ ته هُم د بيمارانو د پوښتنے كولو سوچ رانصيب شي، كاش چه مونږ ته  هُم جُمات ته د نه راتلونكو او د سُنَّتو ډكے اِجتِماع او مَدَني مذاكرو