Faizan Rabi-ul-Akhir

Book Name:Faizan Rabi-ul-Akhir

د دے نه علاوه فيضانِ سُنَّت جِلد اَوَّل صفحه 482 كښې د حضرت ابُو سُليمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا اِرشاد مبارک ھم لیکلے شوے دے چه: ”د نفس يو خواهِش پريښودل د دولسو مياشتو د روژو او د شپو د عبادتونو نه هُم زړه ته زياته فائده وركوي.“ (اِحیاءُ العلوم،۳/۱۱۸)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه عظيم ولي دے چه د هغوئي ټول ژوند د الله تعالٰى په عبادت او د هغه د مخلوق په خدمت كښې تير شوے دے. الله تعالٰى هغوئي ته بيشميره صفتونه وركړي وو. راځئ چه د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ذات كښې د موجودو صفاتو يو څو جلكيانے واورو، چنانچه

      الله تعالٰى پيرِ لاثاني، شَهبازِ لامكاني، غوثِ صَمَداني، قُطبِ رَبّاني، شيخ عبدُ القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ښه اخلاق وركړي وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ذِكر و فِكر كښې مشغول اوسيدلو، د الله تعالٰى مخلوق سره به ئې خير ښيګړه كوله، مهربانه، شفيق او ميلمه دوست وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زيات سخي وو، سوالګر به ئے تش لاس نه ليږلو، مِسكِينانو او غريبانو باندے ډير مهربانه وو، كمزورو خلقو سره به كښيناستلو، د بيمارانو پوښتنه به ئې كوله، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صُحبت كښې اوسيدونكو كښې به چه څوك حاضر نه وو د هغه خبر به ئې اخستلو، هغوئي به د ملګري عِزّت كولو او هغه سره به ئې ښه سُلُوك كولو، چه كله به ئې خپل يو