Book Name:Taqat-e-Mustafa

عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هيڅ كله هم په خوراك ځان نه دے موړ كړے او نه هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پهلوانئ طرف ته توجه كړي ده، د دے باوجود دومره زور او طاقت د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معجزه هم ده.

د كُشتئ شرعي حيثيت

      راځئ چه د موقعے په مناسبت د كُشتئ په باره كښې شرعي حُكم هم وارو، چنانچه  فتاویٰ ھِنْدِیہ كښې دي چه د كُشتئ په ميدانونو كښې كه كُشتي كول د لَـهو و لعِب په طور نه وي بلكه د دے مقصد خپل بدني طاقت زياتول وي نو دا جائز دي خو شرط دا دے چه [فرض] ستر پټولو سره وي، نن صبا چه [خلق] د كشتئ د پاره لنګوټے او جانګے اغوندي او په هغے كښې ورنونه [او زنګونان او د نامه نه لاندے حِصَّه] وغيره ښكاره وي دا ناجائزه [او ګناه] ده او د داسے كُشتئ تماشه كول هُم ناجائزه [او ګناه] ده، ځكه چه د چا ستر ته كتل حرام دي. ۔(فتاوی ھندیۃ،کتاب الکراہیۃ،باب السابع عشر فی الغناء۔۔۔الخ، ۵/۳۵۲ملخصاً)  [د نارينه فرض پرده د نامه نه واخله د زنګونانو پورے ده، يعني زنګونان هُم پكښې شامل دي]

شعبه ائمه مساجد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د نيكو حرص زياتولو د پاره او د ګناهونو نه د بچ كيدلو ذِهن جوړولو د پاره د عاشقانِ رَسُول مدنی تحریك دعوتِ اسلامی كښې شامل شئ. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! دعوتِ اسلامی په ټوله دُنيا كښې دا وخت د 107  نه زياتو شعبه جاتو