Book Name:Taqat-e-Mustafa

پكار دي. الله پاك دِ مونږه د هرے ګناه نه په حفاظت كښې اوساتي.

[د مختلفو مسائلو د تپوس د پاره د دارُ الْاِفتاء اَهلِسُنَّت نوے نمبر نوټ كړئ 03117864100]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ابو الاسود سره مقابله

     (2) دغه شان ابو الاسود جُمحي هم ډير طاقتور پهلوان وو، د هغه په باره كښې راځي چه هغه دومره طاقتور وو چه هغه به په يوه څرمن كښيناستلو او لسو پهلوانانو به هغه څرمن راښكله چه هغه څرمن د هغه د لاندے نه راخلاصه شي، هغه څرمن به په راښكلو اوشليدله او ټكړے ټكړے به شوله خو د هغه د لاندے نه به نه راخلاصيدله. يو ځل هغه هم د حُضُور انور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او چيلنج ئې اوكړو چه كه تاسو زه په كُشتئ كښې راڅملولم نو زه به مسلمان شم. حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه سره كُشتئ كولو د پاره پاڅيدلو او د لاس نيولو سره ئے سمدستي په زمكه را څملولو. هغه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت په دے طاقت حيران شو او فوراً مسلمان شو. (زرقانی علی المواہب،الفصل الثانی فیما اکرمہ اللّٰـہ ...الخ ،۶/۱۰۳)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! الله پاك خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څنګه جسماني طاقت عطا كړے دے. ياد ساتئ! شهنشاه مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى