Book Name:Taqat-e-Mustafa

د جوارئ تعريف او د هغے بعضے صورتونه

      هره هغه لوبه چه په هغے كښې دا شرط وي چه د مغلُوب (يعني بَيللو والا) يو څيز به غالب (يعني ګټلو والا) ته وركولے كيږي دا قِمار (يعني جُواري) ده. (التّعریفات ص ۱۲۶)

   ياد ساتئ! جواري حرام او جَهنَّم ته بوتلونكے كار دے. د جوارئ يو صورت دا هُم دے، لكه نن صبا چه په موبائل د كمپنئ له طرفه ميسيج راځي چه مَثَلًا كوم ټيم به ميچ ګټي؟ يا پاكستان په كومه ورځ جوړ شوے وو؟ صحيح جواب وركولو والؤ د پاره مختلف انعامات مقرر وي او د حِصَّه اخستونكي د بيلينس نه څه رقم مَثَلًا 10 روپئ كټ كيږي، د چا چه انعام نه را اوځي د هغوئي رقم ضائع شي [او د چا چه را اوځي هغوئي ته ډير انعام ملاو شي] دا هم جواري ده. جواري حرامه او جَهنَّم ته بوتلونكے كار دے.

   هُم دغسے په مختلفو لوبو مَثَلًا كركټ، كيرم، بلئرډ، تاش، لُډو، شطرنج وغيره هُم دوه طرفه شرط لګولے كيږي چه بيللو والا به ګټلو والا ته دومره رقم يا فلانكے څيز وركوي (يا به پرے ډوډئ خوري وغيره) دا هُم جُواري او حرام كارونه دي. ځكه مونږ ته پكار دي چه د دے كارونو نه ځان اوساتو. او كه څوك تر اوسه په دے ګناه كښې اخته شوے وي نو هغه دِ توبه هُم اوكړي.

كه چا په جوارئ كښې ګټلے رقم وغيره واخستو نو د هغے واپس وركول لازم دي، دا رقم به په څه طريقه واپس وركوي، په دے باره كښې مُفتيانِ كرامو نه رهنمائي اخستل