Book Name:Faizan-e-Rabi-ul-Awaal

ډير ډير بركتونه حاصل كړو. 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                  جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مے دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د ګرځيدلو سنتونه او آداب

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د امير اهلسنت حضرت علامه مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د رسالے 163 مدني ګلونه نه د ګرځىدلو سنتونه او آداب واورو:

    ٭ پاره 15 سوره بني اسرائِيل آيت 37 كښے د ربُّ الْعِباد عَزَّوَجَلَّ ارشاد دے:

وَ لَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًاۚ-اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَ لَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا(۳۷)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او په زمکه په لوئـي سره [يعني په تكَبُّر] مه ګرځه، بيشکه هيڅ کله به نه زمکه اوشلوے او نه به هيڅ کله په اوچتووالي كښے غرونو ته ورسيږے. ٭ د دعوتِ اسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه  چاپ شوي د 1197 صفحو کتاب ”بهارِشريعت“ جِلد 3 صفحه 435 کښے فرمانِ مُصطفے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: يو كس دوه څادرے اچولے په لوئِـي سره [یعنی په فخر] روان وو او په تَـكَـبُّر كښے وو، هغه