Book Name:Faizan-e-Rabi-ul-Awaal

شريف مناوولو د پاره د هر ګل په ورځ روژه نيوله. چنانچه

     حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو قَتَاده رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه فرمائي: د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښے د ګل [د ورځے] د روژے په باره كښے تپوس اوكړے شو نو ارشاد ئے اوفرمائيلو: په هُم دے ورځ زما وِلادَت [يعني پيدائش] اوشو او په هُم دے ورځ په ما وحي نازله شوه.  (مسلم،کتاب الصیام،باب استحباب صیام ثلاثۃ۔۔۔الخ،ص۴۵۵،حدیث:۲۷۵۰)

     اے عاشقانِ رسول! يقيناً د يو رښتيني عاشقِ رسول نښه دا ده چه هغه د دُنيا د محبت نه ځان خلاصوي او د خپل ژوند په هره مُعامله كښے د رسولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت خپل عمل ګرځوي، د دے يو مثال اميرِ اهلسنت، حضرت علامه مولانا محمد الياس عطار قادِري دَامَتْ بَـرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه   هم دے، هغوئي د دولسمے او خاص طور د هر ګل شريف روژه نيسي او خپلو مريدانو او محبت كوونكو ته هم د هر ګل شريف د روژے نيولو ترغيب وركوي. مونږ له پكار دي چه د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ياد كښے پخپله او خپل كور والؤ او دوستانو ته هم د دولسمے شريفے د روژے نيولو دعوت وركړو او د ربِّ كريم د دے عظيم نعمت شكر ادا كړو او په دربارِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښے ايصالِ ثواب پيش كړو او د دُنيا او آخرت د بركتونو حقدار جوړ شو.  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

كثرت سره ذِكرِ حبيب كوئ

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت