Book Name:Faizan-e-Rabi-ul-Awaal

زمونږ د ايمان بنياد دے او د مَحبَّت يو علامت د خپل محبوب تذكِره زياته كول هُم دي روايت كښے دي: مَنْ اَحَبَّ شَیْئًا اَکْثَرَ مِنْ ذِکْرِهٖ يعني څوك چه د چا سره محبت كوي د هغه تذكِره زياته كوي. ( جامع صغیر، ص۵۰۷،حدیث:۸۳۱۲)

     هسے خو مونږ له ټول كال د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِكرِ  خير كول او د خپل قول و فِعل په ذريعه د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت ښكاره كول پكار دي، د دے ذِكر بهترينه ذريعه په نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے دُرودِ پاك لوستل هُم دي. ځكه چه د دُرودِ پاك لوستلو بيشميره فضائل و بركات دي، مثلاً د دُرودِ پاك په بركت د زړونو صفائي كيږى، د دُرودِ پاك په بركت په رزق كښے بركت كيږي، د دُرودِ پاك په بركت په پُل صراط باندے آساني نصيب كيږى، د دُرودِ پاك په بركت د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب كيږي، مونږ له پكار دي چه په دے بركتي مياشت كښے په كثرت سره دُرودِ پاك اولولو. راځئ چه په شريكه دُعا اوكړو:

بچیں  بے کار باتوں سے  پڑھیں اے  کاش کثرت سے          ترے محبوب پر ہر دم درودِ پاک  ہم مولیٰ

(وسائلِ بخشش مرمّم،ص۹۹)

د  فـضولـو  او بےكارو  نـه  مــو  اوسـاتے  الله

توفيق راكړے په حبيب باندے د درودو ته مولٰى

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

زيات نوافل ادا كړئ

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د ربيعُ الاول په مياشت كښے د نيكو