Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool

حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 13 كالو 10 مياشتو او 4 ورځو په عُمر كښے د عُلُومِ دَرسِيه نه فَراغَت حاصل كړو، دَستارِ فضيلت ئے اوشو، په هُم هغه ورځ ئے د فَتوىٰ ليكلو باقاعِده آغاز اوكړو او درس و تدرِيس ئے هُم شروع كړو. ٭ تقريباً د 19 كالو په عُمر كښے ئے سُنَّتِ نكاح ادا شو ٭ اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقريباً  د 23 كالو په عُمر كښے وړومبے ځل او تقريباً د يو پنځوسو كالو په عُمر كښے دويم ځل د زيارتِ حَرَمَين شريف شرف حاصل كړو ٭ اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقريباً د 68 كالو په عُمر كښے آخري وصيتونه اوليكل او آخر دا چه دا عظيم عالمِ دِين و عالِـمِ فُنون په 25 صَفَرُ الْمُظَفَّر 1340ھ، بمطابق 28 اكتوبر 1921ء د جمعۃُ المبارک په ورځ رسا د جُمعے د اذان په وخت كښے تقريباً د 68 كالو په عُمر كښے وفات شو. (ماخوذ از حياتِ اعلىٰ حضرت، جهانِ رضا، سوانِحِ امام احمد رضا، تجلياتِ امام اَحمد رضا، تذ كرۀ اِمام احمد رضا)

    الله تَبارَكَ وَ تَعَالٰى دِ په هغوئي كروړونه رحمتونه نازل كړي او الله پاك دِ د هغوئي په خاطر زمونږه بے حسابه بخښنه اوكړي.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په دے كښے هيڅ شك نشته چه اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د خپل وخت ډير لوئي عاشقِ رسول وو. د اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه پوره ژوند په عشقِ رسول كښے تير شوے وو. هغوئي به چه خبرے كولے نو د هغوئي د خبرو سره به د خلقو په زړونو كښے عشقِ رسول زياتيدلو، او چه قلم به ئے راواغستلو نو د ليك په په ذريعه به ئے عشقِ رسول تقسيمولو، يعني د هغوئي د ژوند يو يو ساعت د عشقِ رسول په خورولو كښے تير شوے دے. د هغوئي د شاعرئ نه د عشقِ رسول صحىح اندازه كيږي.