Book Name:Aala Hazrat Ki Shayri Aur Ishq-e-Rasool

كـه ډير غواړئ  بركـتونه  قافلو كښې لاړ شئ            كړئ حاصل  به عظمتونه قافلو كښې لاړ شئ

حل به مو شي  مشكِلونه قافلو  كښې لاړشئ            شي  به  لرے  آفتونه  قافلو   كښې  لاړ   شئ

اُوګټئ  ډير   رحمتونه   قافلو    كښې  لاړ  شئ        زده  كړئ ښكلي سُنَّتونه قافِلو  كښې لاړ شئ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اعلٰى حضرت عشقِ رسول

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په دے كښے هيڅ شك نشته چه اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه ته په شاعرئ كښے كوم مقام حاصل دے د هغے مثال نه پيدا كيږي. يقيناً د هغوئي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه ليكلي كلام ته د خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښے هم قبوليت حاصل دے. راځئ چه داسے يوه واقعه واورو: چنانچه اعلٰى حضرت، امام اَهلِسُنَّت شاه احمد رضا خان رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه چه کله په دويم ځل حج له لاړو نو په مدينۀ مُنَوَّره کښے د نبئِ رحمت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د دِيدار كولو په ارمان كښے د روضے مُباركے مخے ته اودريدلو او د ډیر ساعته پورے ئے صلوٰةُ و سلام وئیلو خو په اوله شپه ئے په قسمت کښے دا سعادت نه وو. په دغه وخت کښے ئے خپل مشهور نعتیه غزل اوليکلو چه د هغے په مطلع کښ ئے د رحمت د لـمنے سره د نزدیکت اُمید ښکاره كړے دے     . ؎

وہ سُوئے لالہ زار پھرتے ہیں             تیرے دن اے بہار پھرتے ہیں

د شعر وضاحت: اے سپرليه خوشحاله شه! په تا د سپرلو سپرلے راروان دے.هغه اوګوره! دمدینے تاجدار   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګلزار طرف ته تشريف راوړي!