Book Name:Khush Qismat Kon

     د دے آيت كريمه په آخره كښے ارشاد فرمائي:

وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ(۲۰) (پ۲۷،الحدید:۲۰)

مفهوم ترجمه كنز الايمان: او د دنيا ژوند خو صرف د دوكے سامان دے.

      تفسير صِراطُ الْجِنان كښے دي چه د دنيا ژوند په خپل مينځ كښے د فخر و غرور كولو او مال اولاد كښے په يو بل د پاسه د زياتوالي غوښتلو نوم دے او چه د دنيا دا حال دے او په دے كښے داسے قَباحتونه موجود دي نو په دے كښے د زړه لګولو او د دے د حاصلولو د كوششونو كولو په ځائے په هغه كارونو كښے مشغوليدل پكار دي چه هغے سره د آخرت ژوند ښائسته كيدے شي. (صراط الجنان،۹/۷۴۱) 

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په شروع كښے د بيان شوي حكايت نه او د دے آيتِ كريمه نه معلومه شوه چه خاندان، اولاد، مال او دولت صرف دُنيا كښے په كار راځي، خاندان او اولاد خو صرف مقبرے پورے انسان سره ځي، خاندن او اولاد او مال و دولت زيات نه زيات د كفن دفن پورے په كار راځي خو نيك اعمال په قبر كښے هُم په كار راځي خاندان او اولاد او مال دولت خو مرګ سره سم د بنده نه پاتے وي خو نيك اعمال بنده قَبْر كښے هم يواځے نه پريږدي، لِهٰذا عقلمند انسان ته پكار دي چه هغه د مال زياتولو د حِرص كولو او خپل اولاد باندے د فخر و غرور كولو په ځائے په خپلو نيكو اعمالو كښے د اضافے كوشش كښے لګيا اوسي ځكه چه د نيكو اعمالو ډيرے فائدے دي،  مثلاً

     ٭ د نيكو اعمالو په بركت د الله پاك رضا حاصليږى. ٭ د نيكو اعمالو په بركت د