Share this link via
Personality Websites!
معمولي شان تكليف راتلو باندے شور او غَوغا جوړه كړو. كه معمولي شان تكليف راباندے راشي نو بے صبري كوو، لږ سوچ خو اوكړئ! چه د دومره تكليفونو تيرولو باوجود هم د حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د حال نه دا واضحه ده چه زما ژوند خو ختميدے شي خو كَلِمه نه شم پريښودے. لِـهذا مونږ ته پكار دي چه د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په سيرت باندے عمل اوكړو. د هغوئي قربانو وركولو نه ډك واقعات اولوَلو او د هغوئي تذكره كولو باندے خپل ايمانونه تازه كړو. راځئ چه د هغوئي په ايمان باندے د استقامت نور واقعات اوريدلو نه مخكښے د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ مختصر تعارُف واورو: چنانچه
٭ حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د بَنِي جُمَحَ قبيلے غلام وو د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نوم بلال، د پلار نوم ئے رَباح او د مور محترمے نوم ئے حَمامه وو . (حِليَة الاَولياء بلال بن رباح ،ج١ ص٢٠٠ ملخصا )
٭ د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ كُنيت ابو عبدالله، ابو عبد الكريم، ابو عبد الرحمٰن او عمرو حبشي وو. ( الاستيعاب فين معرفة الاصحاب،رقم :٢١٤ بلال بن رباح ،١/ ٢١٨ )
٭ هغوئي د مُـؤَذِّنِ رَسُول او سیِّدُ الـمُؤَذِّنِين په القابو مشهور وو. چنانچه حضور نَبِـيِّ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائىلے دے: چه بلال يو ښه انسان او د مُـؤَذِّنينو (يعني د اذان
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami