Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi

څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[1] راځئ چه دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

)4( د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ

حضرت اَحْمَد صاوِی  رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندے د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[2] راځئ چه دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

)5( قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ په مينځ كښے كښينولو، دے باندے صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُم حيران شو چه دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتے مرتبے والا] دے! چه كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چه كله په ما باندے دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئے لوَلي.[3] راځئ چه مونږه ئے هُم په شريكه اووائيو.


 

 



[1] القول البدیع،الباب الثانی، ص۲۷۷

[2] افضل الصلوات علی سید السادات،الصلاۃ الثانیۃ والخمسون،ص۱۴۹

[3] القول البدیع،الباب الاول،ص۱۲۵