Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi

كړے شوے وي، د هغوئي په لاس كښي به جنډه وي، ټول مُـؤَذِّنِين به هغوئي پسے شاته شاته [را روان] وي او دغسے به د بلال په قيادت كښي هغه قافِله جَنَّت ته داخله شي، تر دے چه هغه به هُم جَنَّت ته داخل شي چا چه صرف څلويښت ورځے د الله پاك د رضا د پاره اذانونه كړي وي. (ابن عسا کر،رقم:۹۷۴،بلال بن رباح، ۱۰/۴۶۰، حدیث: ۲۶۵۷)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      مُحترمو اسلامي ورونړو! د حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ يو ډير ښكلے صفت دا هُم وو چه هغوئي اذان كولو. اذان كول ډير ښكلے عمل دے. مونږ ته هم پكار دي چه د الله تعالٰى د رضا د پاره او د ثواب د پاره چه كله موقع ملاويږي نو دا سعادت هُم حاصلوو.

 په حديث شريف كښي راغلي دي چه: جِنْ و اِنْس [يعني پيريان او انسانان] او چه كوم يو څيز هُم د مُـؤَذِّن اذان اوري، هغوئي به د قيامت په ورځ د هغے ګواهي وركوي.

( بخاری، کتاب الاذان، باب رفع الصوت بالنداء، حدیث:۶۰۹، ۱/۲۲۲)

      هم دغسے اِمامت كول هم يو ډير لوئ سعادت دے. رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: چه د قيامت  په ورځ به درے كسان د مشكو په خټانو باندے وي، نه خو به دوئي غمګين وي او نه به په ويره كښے ګير وي، حالانكه خلق به په ويره كښے وي، په هغوئي كښے يو هغه كس هم دے چا چه د قران كريم تعليم حاصل كړو، بيا ئے د الله تعالٰى د رضا د پاره د ثواب په اُمِّيد د كوم قوم اِمامت اوكړو. ( معجم الکبیر، ۱۲/ ۳۳۱، حدیث:۱۳۵۸۴)  الله تعالٰى دِ مونږه ته د دے دواړو سعادتونو حاصلولو توفيق راكړي.

اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد