Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi

سره د نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مزارِ پُر انوار ته حاضر شو، سترګو نه ئے اوښكے روانے شوے او خپل مخ ئے د مزارِ پُر اَنوار مباركے خاورے ته اولګولو، د ګلشنِ رسالت دوه خوشبُودار ګلونه حضراتِ حَسَنَينِ كرِيمَين (يعني حضرت امام حَسن او حضرت امام حُسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهمَا ) هم هلته تشريف راوړلو نو حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ هغه دواړه شهزادګان خپلے غاړے ته راټِينګ كړل او ډيره مينه ئے ورسره اوكړه. شهزادګانو فرمائش اوكړو چه: اے بلال! مونږ ستاسو د هم هغه اذان اوريدو خواهش لرو كوم به چه تاسو د سحر په وخت كښي زمونږ د خوږ نيكه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حياتِ طَيِّبه كښي كولو.

حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د مسجدِ نبوي شريف د چَت هغه حصّے ته تشريف يوړلو، په كوم ځائے به چه هغوئي د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري حياتِ طَيِّبه په دوران كښي اذان كولو. چه حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ الله  د اَ للهُ اَكْبَر  اَللهُ اَكْبَر نه اذان شروع كړو نو د مدينے مُنَـوَّرے خلق بے تابه شو، كله چه هغوئي د اَشْهَدُ اَنْ لَاَ اِلٰهَ اِلاَالله كلمات اووئيل نو د خلقو بے تابي دومره زياته شوه چه هر طرف ته ژړاګانے شروع شوے، كله چه ”اَشْھَدُاَنَّ مُحْمَّدًا رَّسُوْلُ الله ته اورسيدو نو خلق د خپل ځان نه بے خبره شو، او د يو بل نه ئے تپوسونه شروع كړل: چه آيا رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مزارِ پُر اَنوار نه بهر تشريف راوړے دے؟

د حضور نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري پرده كولو نه پس د مدينے خلقو هيڅ كله هم دومره نه وو ژړلي، څومره ئے چه په هغه ورځ اوژړل.

      اے عاشقانِ رَسُول! دا حقيقت دے چه څوك په عشقِ رَسُول كښي ژاړي، هغه په دنيا