Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi

الخامس، ٥/٢٣١ )

      اے د بلالِ حبشي عاشقانو! تاسو واوريدل چه عاشقِ صادق، سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره څومره د كامِل درجے مينه لرله چه مرګ ئے هُم په خوشحالئ قبول كړو، ځكه چه د مرګ نه پس به د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښي حاضري رانصيب كيږي، په جَنَّت كښي به مے خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او نورو صحابه كرامو رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُهْم اَجْمَعِيْن  سره ملاقات كيږي. حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د خپلے وينا او كردار نه دا ثابته كړه چه عشقِ رَسُول د دينِ حق اولنے شرط دے، كه سفر وي او كه په كور كښے وي، كه د زندګي ساګانے وي او كه د مرګ وخت وي غرض دا چه په هر ځائے كښي او هره معامَله كښي هغوئي د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مَحبَّت د خپل ژوند سرمايه جوړ كړے وو او عِشقِ رَسُول كښي ئے خپل ځان فنا كړے وو، هم دا وجه ده چه نن څو صدئ تيريدو نه پس هم حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د عاشقانِ رَسُول  د زړه سر دے او بل طرف ته مونږ د عشقِ رسول دعوىٰ كونكي، مونږ كه د خپل ځان باره كښے غور اوكړو، نو مونږه صرف په خُله د عشقِ رَسُول دعوىٰ كوو خو كردار مو د عشقِ رَسُول نه خالي دے،

    لږ سوچ اوكړئ! آيا د عشقِ رَسُول دعويٰ كوونكي بے وجه چا سره جنګ جګړے كوي؟ آيا د عشقِ رَسُول دعويٰ كوونكي چا نه د بدل اخستو موقعے لټوي؟ آيا د عشقِ رَسُول دعويٰ كوونكي كنزلے كوي؟ آيا د عشقِ رَسُول دعويٰ كوونكي د ادب او اخلاق خلاف كار كوي؟ آيا د عشقِ رَسُول دعويٰ كوونكي ګيره د يو مُوټي نه وړه كوي؟ آيا د عشقِ رَسُول دعويٰ كوونكي د مسلمانانو زړونه ازاروي؟ آيا د عشقِ رَسُول