Book Name:Shan-e-Bilal-e-Habshi

بے مثله او بے مثاله دے او هغه دے عشقِ رسول، هسے خو عشقِ رسول د ټولو صحابه كرامو رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُمْ اَجْمَعِيْن   په زړونو كښے موجود وو، خو حضرت بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ به د خپل آقا په مَحبَّت او غلامي كښي دومره ډوب اوسيدلو چه د دنيا بل يو څيز سره به ئے هُم كار نه لرلو. هغوئي هر څه برداشت كولے شو خو دا ئے هيڅ كله هم نه شو برداشت كولے چه د هغه د  آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شانِ اقدس كښي دِ څوك د بے ادبئ  جُراءَت اوكړي، د هم دغه عشقِ كامل په وجه سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ ته په دنيا او آخرت كښي داسے مقام او مرتبه او وَقار ملاو شو چه د هغوئي په قسمت باندے خلق  رشك [يعني رخه] كوي. دا د هغوئي د عشق كمال وو چه مشكل نه مشكل او سخت نه سخت وخت كښي به هم رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ملاقات د پاره بےقراره اوسيدلو تر دے چه د ځنكدن په وخت كښے هم هغوئي د خپل محبوب، خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملاقات ته خوشحاله وو، راځئ چه  په خپلو زړونو كښي د عشقِ رَسُول را بيدارولو په نِيَّت د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د عشقِ رَسُول يوه واقعه واورو: چنانچه

حضور سره د ملاويدو خوشحالي  

      كله چه د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د مرګ وخت رانزدے شو نو د هغوئي بي بي بے قراره شوه او دا ئے اووئيل: چه ”وَاحُزنَاہُ يعني هائے زما مصيبته! نو حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ سترګے اوغړولے او بے قرارئ سره ئے اوفرمائيل: چه ”وَاطَرَبَاہُ يعني واه زما خوشحالي! د هغوئي په ژبه چه كوم آخري كلمات وو، هغه دا وو چه  غَدًانَلْقَی الْاَحِبَّۃَ مُحَمَّدًا وَّحِزْبَہُ يعني صبا به زه خپل آقا او مولا سَيِّدُنا مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټولو صحابه كرامو رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهم  سره يو ځائے كيږم.  ( احياءالعلوم،كتاب ذكر الموت، الباب