Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

     د خُراسان بادشاه عَمرو بن ليث د وفات نه پس چا په خوب كښے اوليدلو نو تپوس ئے ترينه اوكړو چه الله پاك ستا سره څه مُعامله اوفرمائيله؟ هغه اووئيل: الله پاك زه اوبخښلم، تپوس ئے ترينه اوكړو چه په څه سبب؟ هغه اووئيل: يو ځل ما د غر نه د خپل لښكر كثرت [يعني زياتوالے] اوليدلو خوشحاله شوم، ما ارمان اوكړو چه كاش! زه هغه وخت په ميدانِ كربلا كښے وے چه كله د يزيديانو لښكر په امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه او نورو اهلِبيتو باندے ظلم كولو نو ما به د هغوئي څه خدمت كړے وے، الله تعالٰى د هُم دے نِيَّت په وجه زه اوبخښلم.   (مدارج النبوت ،باب نہم ذکر حقوق آنحضرت ،۱/۳۰۵   ملخصا)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا حقيقت دے چه څوك په خپل زړه كښے د اهلِبيتو او د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه محبت ساتي هغه ته د دُنيا او آخرت بركتونه ملاويږي ځكه چه اهلِبيت كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره محبت كول داسے دي لكه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت كول. د اهلِبيت عَلَيْهِمُ الرِّضْوان محبت د دُنيا او آخرت د بيشميره نيكو خزانه ده، تر دے چه د اهلِبيتِ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان مَحبَّت زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت حاصليدو ذريعه ده څنګه چه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: څوك چه وسيله حاصلول غواړي او دا غواړي چه زما په دربار كښے هغه څه خدمت اوكړي، چه د هغے په سبب د قيامت په ورځ زه د هغه شفاعت اوكړم، هغه له پكار دي چه زما د اهلِبيتو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان خدمت اوكړي او هغوئي خوشحاله كړي. (برکاتِ آل رسول،ص ۱۱۰)