Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

[يعني زياتوالے] اوليدلو نو په ژړا شو او په زړه كښے ئے اووئيل: كاش چه زه د امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د شهادت په وخت كښے هلته موجود وے او زما سره دومره فوج وے نو ما به خپل ځان، شان و شوكت او خپل ټول فوج په هغوئي باندے قربان كړے وے. د هغه وخت يو ولي ته په خوب كښے د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو، خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ته اوفرمائيل: عَمرو بن ليث ته اووايه چه ستا په زړه كښے چه كوم خيال راغلے دے مونږ د هغے نه خبر يُو او مونږه ستا اِراده قبوله كړه، الله پاك دِ تا ته په دے اراده او خيال باندے اجرِ عظيم دركړي. كله چه خوب ليدونكي عَمرو بن ليث ته دا زيرے واورولو نو هغوئي ډير خوشحاله شو او د سترګو نه ئے اوښكے روانے شوے.

     اے د امام حُسين عاشقانو! تاسو واوريدل چه څوك خوش نصيبه د خپل شُهرت، مقام او مرتبے هيڅ پرواه اونكړي او صرف په زړه كښے د الله تعالٰى د رضا او د نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشحالولو د پاره امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه سره مَحبَّت او عقيدت ښكاره كوي، په خپل زړه كښے د هغوئي د خدمت كولو ارمان اوكړي نو د هغه خوش نصيبه نه ضرور خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاليږي څنګه چه مونږه دے حكايت كښے واوريدل چه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو غلام په خوب كښے  تشريف راړلو او د عَمرو بن ليث د پاره ئے زيرے اوفرمائيلو او د هغه په زړه كښے راتلونكے خيال ئے قبول كړلو. راځئ چه واورو چه عَمرو بن ليث ته د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د محبت په وجه نور كوم مقام او مرتبه حاصله شوي وه، چنانچه

د امام حُسين د محبت په وجه ئے بخښنه اوشوه