Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

شكل كښے ] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے به صبر كووم. ٭ صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندے جواب وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښے كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                            صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د مُحَرَّمُ الْحرام بابركته مياشت روانه ده، دا مباركه مياشت د شُهَدائے كربلا او خاص طور د حضرت سَيِّدُنا امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه سره يو خاص نسبت لري، په دے مناسبَت به د نن په بيان كښے مونږه د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د عبادت، تقوٰى او پرهيز ګارئ، د هغوئي د صدقه و خىرات، د هغوئي فضائل او مناقب، شان و عظمت او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئى سره محبت او خاص طور د اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د عبادت د ذوق او شوق، د هغوئي د عبادت واقعات اورو. كاش! چه مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره اوريدل را نصيب شي،.

     راځئ چه د ټولو نه مخكښے يوه واقعه واورو، چنانچه

د امام حسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د مَحبَّت ثواب

    حضرت سیِّد علامه عبد الرحمٰن ابنِ جورزي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي چه يو ځل د عَمرو بن لَيث مخے ته د هغه ټول فوج جمع كړے شو، عَمرو بن ليث چه كله د خپل فوج كثرت