Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

غُصَّه كيږي او ورځ په ورځ به زمونږ د پاره د پريشانئ باعث جوړيږي خو بيا به سوا د پښيمانتيا نه هيڅ په لاس نه راځي.

الله پاك دِ مونږ ټولو مسلمانانو ته د اِمام حُسَين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د عبادتونو په خاطر د فرضو عباداتو سره د ډير ډير نفلي عباداتو كولو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د تلاوتِ قرآن جذبه

     اے عاشقانِ امام حُسَين! څنګه چه سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د ډىرو ډيرو نفلي لـمونځونو كولو شوق لرلو، دغسے هغوئي د ډير ډير تلاوتِ قرآن شوق هُم لرلو، راځئ چه د هغوئي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه  كثرت سره د تلاوتِ قرآن  كولو متعلق واورو: چنانچه

     حضرت سيدنا امام شعبـي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه  فرمائي: رَاَيْتُ الْحُسَيْنَ يَتَخَتَّمُ  فِيْ شَهْرِ رَمْضَانَ  يعني ما اوليدل چه سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به په رمضانُ المُبارك كښے د مكمل قرآنِ كريم ختم فرمائيلو. (سیر اعلام النبلا ء،الحسین بن على،۴/۴۱۰)

د قرآنِ كريم باعمله عالِم

     حضرت سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د قرآنِ مجيد باعمله عالِم، د تقوٰى و پرهيزګارئ او خوفِ خُدا نمونه او ډير زيات سخاوت كوونكے وو.     (شہادت نواسہ  سید الابرار،ص۴۷۳ملخصاً)

د تلاوتِ قران او لمُونځ سره محبت