Book Name:Shan-e-Farooq-e-Azam
بلكه حال دا دے چه هغوئي به په زمكه آرام كولو. لږ غور اوكړئ! يو طرف ته خو د مسلمانانو دويم خليفه اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه دے چه سهولتونه ئې حاصل نه كړل او د عاجزئ ژوند ئې تيرولو او يو مونږه يو چه د دولت او دُنياوي عهدے په نشه كښې مست يو او په لوئې او تَكَبُّر كښې اخته يو. مونږ كښې بعضې خلق خو هغه دي چه كه څه منصب يا غټه عهده ورته ملاو شي نو په تَكَبُّر كښې اخته شي او مَعَاذَ الله نورو خلقو ته سپك نظر كوي.
حالانكه څوك چه دُنياوي مال و دولت او شُهرت لري هغوئي ته خو د زيات احتياط ضرورت دے چه چرې دا دُنياوي نعمتونه ئې د تَكَبُّر په آفت كښې اخته نه كړي او د الله پاك د ناراضئ سبب جوړ نه شي. تَكَبُّر داسې بد عيب دے چه د دې په وجه انسان په دُنيا او آخرت كښې ذليله او رُسوا شي لكه څنګه چه د خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: څوك چه د الله پاك د پاره عاجزي اختيار كړي، الله پاك به هغه ته اوچت والے [يعني عِزَّت] وركړي، هغه به ځان كمزورے ګنړي خو د خلقو په نظر كښې به عظيم وي او څوك چه تَكَبُّر كوي الله پاك به هغه ذليله كړي، هغه به د خلقو په نظر كښې وړوكے وي خو ځان به لوئي ګنړي، تر دې چه هغه د خلقو په نِزد د سپي او خِنزير نه هم بد تر شي.
(کنزالعمال کتاب الاخلاق ، قسم الاقوال، ۲/۵۰، حدیث:۵۷۳۴)
په يو بل ځائے كښې محبوب آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د چا په زړه كښې