Book Name:Shan-e-Farooq-e-Azam

د دې محل رنړا خو داسے ده لكه په دنيا كښې د لمَر رنړا،   ځه هم دا راته اووايه چه دې ته به څوك رسيږي او په دې كښې به څوك اوسيږي؟ نو حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام  عرض اوكړو: یَسْكُنُھَا وَ یَصِیْرُ اِلَیْھَا مَنْ یَّقُوْلُ الْحَقَّ وَیَھْدِیْ اِلَی الْحَقِّ وَاِذَا قِیْلَ لَہُ الْحَقُّ لَمْ یَغْضِبْ وَمَاتَ عَلَی الْحَقِّ يعنې يارَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! په دې محل كښې به هغه اوسيږي څوك چه صرف حق خبره كوي او د حق خبرے هدايت وركوي او چه كله هغه ته څوك حق خبره كوي نو هغه غصه نه كوي او هغه به په حق باندے وفات كيږي. ما ترينه تپوس اوكړو: آيا تا ته د هغه نوم معلوم دے؟ عرض ئې اوكړو: آو جي! يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه صرف يو كس دے. ما ترينه تپوس اوكړو: اے جبريل! هغه يو څوك دے؟  عرض ئې اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! عمر بن خطاب. دا ئې چه واوريدل نو په اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه باندې رِقَّت راغے [يعني حالت ئې بدل شو] او بے هوشه شو او په زمكه را پريوتلو. حضرت عبد الله بن حسن رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه بيانوي: د دې واقعے نه پس مونږه فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه كله په خندا نه نه وو ليدلے، تر دې چه هغوئي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د دنيا نه تشريف يوړلو.                 (کنز العمال ،کتاب الفضائل ، باب فضائل صحابہ ،فضل الفاروق، ۶/۲۶۴، حدیث:۳۵۸۴۴)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه د اَميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه شان ډير عجيبه دے، د هغوئي شان خو دا دے چه د نُوري فرښتو سردار حضرت جبريل امين عَلَيْهِ السَّلام هم د هغوئي شان بيانوي، خو دے سره سره